د طالبانو په حمله کښې نهه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85666-د_طالبانو_په_حمله_کښې_نهه_افغان_امنیتي_ځواکونه_وژل_شوې_دي
د افغانستان په شمال کښې پر امنیتي ځواکونو باندې د طالب ډلې د کسانو په حمله کښې لږترلږه نهه ځواکونه ووژ ل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 04:12 Asia/Kabul
  • د طالبانو په حمله کښې نهه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوې دي

د افغانستان په شمال کښې پر امنیتي ځواکونو باندې د طالب ډلې د کسانو په حمله کښې لږترلږه نهه ځواکونه ووژ ل شول.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدا... ناجي وویل: امنیتي ځواکونه په داسې حال کښې چې ټاکل شوې وه د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کښې د پاکونې عملیات ترسره کړي، د طالب ډلې له کمین سره مخامخ شول چې له امله یې نهه ځواکونه مړه او شپږ نور زخمي شوې دي.

د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې حملې پړه ومنله.

طالب ډله هم داشان مدعي شوې چې د امنیتي ځواکونو یو زغرده ګاډی او ۱۱ میله درنه او سپکه وسله هم د دوي د وسله والو لاس ته ورغلې ده.