د طالبانو په حمله کښې نهه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوې دي
Nov 04, 2019 04:12 Asia/Kabul
د افغانستان په شمال کښې پر امنیتي ځواکونو باندې د طالب ډلې د کسانو په حمله کښې لږترلږه نهه ځواکونه ووژ ل شول.
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدا... ناجي وویل: امنیتي ځواکونه په داسې حال کښې چې ټاکل شوې وه د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کښې د پاکونې عملیات ترسره کړي، د طالب ډلې له کمین سره مخامخ شول چې له امله یې نهه ځواکونه مړه او شپږ نور زخمي شوې دي.
د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې حملې پړه ومنله.
طالب ډله هم داشان مدعي شوې چې د امنیتي ځواکونو یو زغرده ګاډی او ۱۱ میله درنه او سپکه وسله هم د دوي د وسله والو لاس ته ورغلې ده.
ټیګونه