په افغانستان کښې امریکایي چورلکه لویدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86001-په_افغانستان_کښې_امریکایي_چورلکه_لویدلي
له کابله زموږ خبریال  ړپورټ ورکوي چې د ناټو مطبوعاتي دفتر  د چهار شنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان  په ختیځ د لوګرولایت په څرج ولسوالۍ کې د یوې چورلکې په نسکوریدو سره د امریکا د دو پوځي پیلو ټانو د وژل کیدو  خبر تایید کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2019 09:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې امریکایي چورلکه لویدلي

له کابله زموږ خبریال  ړپورټ ورکوي چې د ناټو مطبوعاتي دفتر  د چهار شنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان  په ختیځ د لوګرولایت په څرج ولسوالۍ کې د یوې چورلکې په نسکوریدو سره د امریکا د دو پوځي پیلو ټانو د وژل کیدو  خبر تایید کړی دی.

 په همدې اړه طلبانو هم  په یوې اعلانیې  کې وویل چې دغه ډلې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د امریکا  شینوک چورلکه نسکوره کړې ده  او ۵۴ افغان او امریکائي پوځیان  هم وژلي دي . پخوا هم  طالبان توانیدلي دي  چې  په افغانستان کې د امریکا په  لسګونو چورلکې نسکورې کړي.
امریکائي  ځواکونه او دهغه انډیوالان په  داسې حال کې د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه   دترهګرۍ سره د مبارزې  او   د امنیت  د راوستلوپه پلمې سره  په افغانستان کې شتون پیدا کړی  چې تر اوسه نه یواځي په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ، نا امني او د ملکي خلګو تلفات کمي شوي  نه دي بلکې زیاتې شوي هم دي