په افغانستان کښې امریکایي چورلکه لویدلي
Nov 20, 2019 09:39 Asia/Kabul
له کابله زموږ خبریال ړپورټ ورکوي چې د ناټو مطبوعاتي دفتر د چهار شنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په ختیځ د لوګرولایت په څرج ولسوالۍ کې د یوې چورلکې په نسکوریدو سره د امریکا د دو پوځي پیلو ټانو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.
په همدې اړه طلبانو هم په یوې اعلانیې کې وویل چې دغه ډلې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د امریکا شینوک چورلکه نسکوره کړې ده او ۵۴ افغان او امریکائي پوځیان هم وژلي دي . پخوا هم طالبان توانیدلي دي چې په افغانستان کې د امریکا په لسګونو چورلکې نسکورې کړي.
امریکائي ځواکونه او دهغه انډیوالان په داسې حال کې د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه دترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د راوستلوپه پلمې سره په افغانستان کې شتون پیدا کړی چې تر اوسه نه یواځي په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ، نا امني او د ملکي خلګو تلفات کمي شوي نه دي بلکې زیاتې شوي هم دي
ټیګونه