د هلمند د سرحدي ځواکونو قومندان ووژل شو
د هلمند د سرحدي ځواکونو قومندان ووژل شو
د افغانستان په هلمند ولایت کښې د مائن چاودنې د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان وژلی ا درې کسان يې زخمي کړي دي.
د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې دغه چاودنه کښې د هلمند ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان ظاهر مقبل وژل شوے او د یو سیمه ایز خبریال په شمول درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنيو وویل، چې پېښه نن سهار اته بجې د هلمند ولایت د مارجې او ناوې ولسوالیو په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
عمر ځواک زیاته کړه چې د سرحدي پولیسو یو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی چې د ماین چاودنه کې د هلمند د سرحدي پولیسو قومندان ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
ځواک همداراز وویل چې ټپیانو کې د رسنیو له ډګر څخه یو سمیز خبریال هم ټپي شوی دی.
هلمند کښې د دغې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې په غاړه نده اخېستې.