افغان ځواکونه له څلور کاله وروسته مارجه ولسوالی ته ورداخل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86246-افغان_ځواکونه_له_څلور_کاله_وروسته_مارجه_ولسوالی_ته_ورداخل_شول
د افغان ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، په دی عملیات کې ۳۷ تنه طالبان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2019 03:13 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونه له څلور کاله وروسته مارجه ولسوالی ته ورداخل شول

د افغان ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، په دی عملیات کې ۳۷ تنه طالبان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.

د  افغانستان د ملی دفاع وزارت اعلان کړ چی امنیتی او دفاعی ځواکونه د عملیاتو په ترسره کولو سره، طالبان د هلمند ولایت مارجه ولسوالی څخه ایستلی دی.

دغه وزارت اعلان کړ: د مارجه ولسوالی پاکسازی لپاره عملیات د دوو اونیو راهیسی شروع شوی او وروسته له هغه دا ولسوالی د طالبانو څخه څلور کاله وروسته پاک شو.

د افغان  ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، په دی عملیات کې ۳۷ تنه طالبان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.

دا په داسی حال کې دی چی ظاهرګل مقبل، د ۲۱۵ میوند قول اردو سرحدی څلورم لوا قوماندان د مارجه ولسوالی په لاره کې د ماین چاودنې له امله ووژل شو.