په سرپل ولایت کې د طالبانوضد ولسی پاڅون لاهم دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86272-په_سرپل_ولایت_کې_د_طالبانوضد_ولسی_پاڅون_لاهم_دوام_لری
د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوی ، او په سیمې کې لاریونونه دوام لری ،او د جرغان په شاوخوا کې د کلیواوسیدونکو هم د جرغان د خلکو مرستې ته دنګلی او د طالب ترهه ګرو پرضد ورسره درېدلی دی."
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 02, 2019 10:27 Asia/Kabul
  • په سرپل ولایت کې د طالبانوضد ولسی پاڅون لاهم دوام لری

د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوی ، او په سیمې کې لاریونونه دوام لری ،او د جرغان په شاوخوا کې د کلیواوسیدونکو هم د جرغان د خلکو مرستې ته دنګلی او د طالب ترهه ګرو پرضد ورسره درېدلی دی."

زمونږخبریال راپورراکړړ وسلوالو طالبانو پرون   د افغانستان د سرپل ولایت  د کوهستانات ولسوالۍ په جُرغان کلی کې پر هغو خلکو ډزې  کړې چې د ظلم او بې عدالتۍ پرضد د اعتراض لپاره ئې لاریون کړی ؤ .

 د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویندوی  حنیف رضایی پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په جُرغان کې  له دې وروسته چې د طالبانو په ډزو  کې یو ماشوم او یو سړی ووژل شول ، پاریدلو خلکو هماغه راز خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی .

ښاغلی رضایی وئیلی دی ،په دې پسې  د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوی ، او په سیمې کې لاریونونه  دوام لری ،او د جرغان په شاوخوا کې د کلیواوسیدونکو هم د جرغان د خلکو مرستې ته  دنګلی او د طالب ترهه ګرو  پرضد ورسره درېدلی دی."

د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دی او خپلواک خبریالان هلته سفر نه شی کولی.

البته د طالبانو مسئولانو د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دی ویلی.