په هلمند ولایت کې پنځه ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دی
هلمند ولایت د افغانستان یو ناکراره ولایت دی او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق یو غوره مرکز شمیرل کیږی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی،د افغانستان دهلمند د والی ویندوی عمر ځواک د هلمند ولایت دامنیتی وضعیّت په باب وئیلی،دغه ولایت څوارلس ولسوالۍلری چې پر نهو ولسوالیو د حکومت کنټرول شته اوپر نورو ولسوالیو ، باغران، موسی قلعه ،نوزاد،دیشو اوخان نشین ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دی چې د هغوی له منګولو ئې دبیرته آزادولو هڅې روانې دی
د افغانستان په ولسی جرګې کې د هلمند خلکو استازی غلام ولی افغان ددې خبرې په کولو سره چې طالبان ددغه ولایت په ډیرو سیمو کې شتون لری ، د کابل پر حکومت غږ کړی ،ددغې ډلې له وجوده ددغه ولایت دبشپړپاکولو لپاره دې جدی هڅه وکړی .
د ویئلو ده چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواک په هلمند ولایت کې په پراخو عملیاتو کې له څلور کلونو وروسته مارجه ولسوالۍ دطالبانو له منګولو آزاده کړې ده .
هلمند ولایت د افغانستان یو ناکراره ولایت دی او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق یو غوره مرکز شمیرل کیږی .