په ننګرهار کښې شپږ کسان وژل شوی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان په جلال اباد کې پر یو جاپانی ډاکټرمرګونی برید کې هغه او پینځه نور کسان وژل شوی دی برید سهار مهال خواوشاه اته نیمی بجی دجلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د والی ددفتر ته څیرمه هغه مهال وشو چې جاپانی انجنیر ناکامورا په خپل موټر کې له خپلو ساتونکو سره یو ځای دندې ته روان و.
دننګرهار د والی ویاند عطا الله خوږیانی وایی په برید کې د ناکامورا موټر چلوونکی او څلور (4)نور ساتونکی وژل شوی او پخپله ناکامورا سخت ټپی شوی چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوی خو دبګرام روغتون ته دلیږد پر مهال یې په جلال اباد هوایی ډګرکې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د والی ویاند وایی بریدګر له سیمې په تیښته بریالی شوی خو پر وینا یی پولیسو لټون پیل کړی دی تر اوسه ددی برید مسولیت ددولت کومی مخالفې ډلې پر غاړه نده اخسیتې .
ډاکتر ناکامورا چې له تیرې خواوشاه یوې لسیزې راهیسې دیوې(1) جاپانۍ خیریه ادارې په چوکاټ کې په ننګرهار کی پر خیره کارونو بوخت وو .
دده د هڅو په پایله کې د کونړ سیند اوبه تر ډیره بریده مهار او زرګونه جریبه زمکه د کرنې وړ ګرځیدلې ده .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په دې وروستیو کې نوموړی ته د هغه د ښه خدمتونو له امله د افغانستان افتخاری تابعیت هم ورکړی وو
. ډاکتر ناکامورا تازه د مروارید کانال د دویمې برخې او دغه راز د کامې ولسوالۍ ته داوبو یو(1) سربند کار پېل کړی چې ویل کیږی د کونړی سیند ډیره برخه اوبه به نورې هم مهار اوګاونډی هیواد پاکستان ته له تلو راوګرځول شی .