طالبانو پوځل بیااسلامی او انسانی ارزښتونه چخڼی کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86498-طالبانو_پوځل_بیااسلامی_او_انسانی_ارزښتونه_چخڼی_کړل
طالبانو ډلې په بګرام کې د امریکائی پوځیانو له مرکز سره نزدې ددغې حملې پړه په غاړه اخستې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2019 01:55 Asia/Kabul
  • طالبانو پوځل بیااسلامی او انسانی ارزښتونه چخڼی کړل

طالبانو ډلې په بګرام کې د امریکائی پوځیانو له مرکز سره نزدې ددغې حملې پړه په غاړه اخستې ده .

زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ د  افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا... عبدا...  پرون سهار د کابل په شپیته کلومیټرۍ کې په بګرام ولسوالۍ کې پر عامو خلکو د  طالبانو حمله سخته محکومه کړې او وئیلی ئې دی ، په دغې حملې کې  عامو خلکو ته ډیر تاوانونه او مرګ ژوبلې اوښتی دی ، چې په دغه  اقدام سره طالبانو یو ځل بیا اسلامی او انسانی  ارزښتونه ترپښو لاندې کړی او خپل هویّت ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .

 په عین  حال کې د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت دیوې  خبرتیا په  خپرولو سره وئیلی دی ،په دغې  حملې کې  دوه عام  کسان  وژل شوی او کابو ا تیا نور ټپیان شوی دی .

 په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ، یرغلګر اوه کسان وو چې  له هغو درې هلاک  شوی او  یو بل هم ژوندی نیول شوی دی

 وئیل کیږی ، طالبانو ډلې  په بګرام کې د امریکائی پوځیانو له مرکز سره نزدې ددغې حملې پړه په غاړه اخستې ده  .