په بدخشان کې د کان په نړیداکې پنځه کسان مړه او40بې درکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86499-په_بدخشان_کې_د_کان_په_نړیداکې_پنځه_کسان_مړه_او40بې_درکه
په افغانستان کې دکانونو غیر قانونی او غیر اصولی کندنې تل د معدن د نړیدا او دلسګونو کارګرانو د مرګ ژوبلو لامل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2019 02:04 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې د کان په نړیداکې پنځه کسان مړه او40بې درکه

په افغانستان کې دکانونو غیر قانونی او غیر اصولی کندنې تل د معدن د نړیدا او دلسګونو کارګرانو د مرګ ژوبلو لامل کیږی .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان د بدخشان د والی ویندوی  نیک محمد نظری  پرون ناوخته وئیلی دی ،په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړیدو له امله  لږترلږه  پنځه کسان وژل شوی او  کابو څلویښت نور بې درکه شوی دی .

 هغه  وئیلی دغه پیښه پرون  په راغستان ولسوالۍ کې شوی  چې  په دغې سیمې کې د غه  معدن د طالبانو په کنټرول سیمې کې   دی .

 تیر ژمی کې هم  دبدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې  د سرو زرو دمعدن  یا کان  د نړیدا له امله یو د یرش کان کندونکی  مړه او یو شمیر نور هم ټپیان شوی وو . 

 په افغانستان کې  دکانونو   غیر قانونی  او غیر اصولی کندنې  تل د  معدن د نړیدا او دلسګونو کارګرانو د مرګ ژوبلو لامل کیږی .