امریکا له افغانستانه څلور زره عسکر وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86583-امریکا_له_افغانستانه_څلور_زره_عسکر_وباسی
د امریکا دفاع وزیر مارک سپر تیره اونۍ وئیلی وو ، حتی که طالبان دسولې دخبرواترو په باب موافقه هم ونه کړی ،نو بیا به هم امریکا په افغانستان کې خپل عسکر کم کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2019 12:05 Asia/Kabul
  • امریکا له افغانستانه څلور زره عسکر وباسی

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر تیره اونۍ وئیلی وو ، حتی که طالبان دسولې دخبرواترو په باب موافقه هم ونه کړی ،نو بیا به هم امریکا په افغانستان کې خپل عسکر کم کړی .

این بی سی نیوز ټیلیویژنی چینل د امریکا د درو حکومتی چارواکو له قوله  راپور ورکړ ی،له افغانستانه ددغو څلور زره امریکائی عسکرو په ویستلو سره به په افغانستان کې دامریکا نور له  اتو تر نهو زرو پورې پوځیان پاتې شی .

 دامریکا حکومتی او پوځی چارواکو تردې دمه نه دی وئیلی،چې ددغو عسکرو د ویستلو بهیر به له کله پیل شی،خو دا له افغانستانه د امریکا د وار د واره شاتګ یوه برخه ګڼی

امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لری.

د امریکا  دفاع  وزیر مارک سپر تیره اونۍ وئیلی وو،حتی که طالبان دسولې دخبرواترو په باب موافقه هم ونه کړی،نو بیا به هم امریکا په افغانستان کې خپل عسکر کم کړی .

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوي  صدیق صدیقي  د امریکا د دغې فیصلې په غبرګون کې وئیلي دي،په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د پر مخ بېولو په موخې لا هم د امریکايي عسکرو شتون ته اړتیا ده.

په یوه بل خبر کې زمونږ خبریال راپورراکوي چې د افغانستان دملې دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،افغان ځواک په هوایي بریدونو کې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند د شاغولي او ګاومیشک سیمو کې ٧  وسله وال وژل شوي .