لغمان کې لس تنه عامه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی ده
لغمان کې لس تنه عامه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی ده
چارواکی وایي چاودنه د یوقومی مشر د جنازی په مراسم کې شویده
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د لغمان دوالي ویاند اسدالله دولت زی وایی دد ی ولایت ددولت شاه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د جنازی په مراسمو کې د ماین د چاودنې له امله دری تنه ملکی وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ژوبل شویدي نوموړي وویل امنیتی ادارو ددی چاودنې په اړه پلټنی پیل کړي خو پر وینا یي چې تر اوسه یی په تور څوک نه دي نیول شوي بلخوا د لغمان دولایتی شورا ریس عتیق الله عبدالرحیم زی وایی چاودنه دیو قومي مشر د جنازی په مراسمو کې شوې چې پر وینا یی څلور تنه ملکی وګړي پکی وژل شوي او اوه تنه نور ژوبل شویدي نوموړي ددې چاودنې د لامل په اړه څه ونه ویل خو زیاته یی کړه چې ډیر کله د شخصي ستونزو له امله هم دا ډول پیښی رامنځته کیږي تر اوسه ددولت کومی مخالفی ډلی ددی چاودنې پړه پر غاړه نده اخیستی