افغانستان کښې د صلحې ۲۷ تنه فعالان تښتول شوې دي
Dec 25, 2019 12:50 Asia/Kabul
طالبانو د افغانستان د لویدیځ په فراه ولایت کښې د صلحې په چارو کښې فعالیت کونکي ۲۷ کسان وتښتول.
د هلمند د صلحې د کاروان ویاند بسم الله وطن دوست نن وویل چې د دغه کاروان اوویشت غړي چې په شپږو ګاډو کښې له هراته فراه ولایت ته روان وو، طالبانو له ګاډوکوز کړي او برمته کړي یې دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع هم د دې خبر په تاییدولو سره وویل: دغه قافله له هراته د نیمروز په لور روانه وه چې طالبانو په فراه رود سیمه کښې وتښتوله.
هم داشان د فراه پولیسو ویلي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو په موخه یې هلې ځلې پیل کړې دي.
څو میاشتې مخښې هم په هلمند ولایت کښې د دغه کاروان غړي تښتول شوې وو او څو ورځې پس خوشې کړی شول.
ټیګونه