په هلمند کښې طالبانو ۱۴ افغان عسکرو ته مرګ و ژوبله اړولې
په هلمند کښې طالبانو ۱۴ افغان عسکرو ته مرګ و ژوبله اړولې
Dec 28, 2019 14:05 Asia/Kabul
امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یو مرکز برید کړے او څوارلس افغان عسکرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
میوند ۲۱۵ قول اردو ويلي: تېره شپه په سنګین ولسوالۍ کښي د ملي اردو پر یوې پوستې وسلوالو برید کړے، چې د معلوماتو له مخې د ملي اردو۱۰ سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي؛ کیدای شي، چې په دې برید کې د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
طالبانو څرګنده کړې، چې په دې برید کې يې ۲۶ عسکر وژلي او یو شمېر وسلې یې هم تر لاسه کړي دي.
هلمند د هېواد په جنوب کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.
ټیګونه