په سرپل او جوزجان ولايتونو کښې طالبانو ته مرګ ژوپله اوښتې ده
په سرپل او جوزجان ولايتونو کښې طالبانو ته مرګ ژوپله اوښتې ده
د افغانستان په سرپل او جوزجان ولایتونو کې دوسله والو طالبانو دیو کلیدي قومندان په ګډون یوولس (۱۱) تنه ووژل شول.
دافغانستان دملی دفاع وزارت خبر پاڼه وایي تیره شپه د (۲۰۹) شاهین قول اردو منسوبینو دسرپل ولایت (سوزمه قلعه) ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قومندان (زبیر) مشهور په ( عبدالمحمد) چې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان بلل کیږي له څلورو ساتونکو سره ووژل شو او (۶) تنه نور وسله وال ټپان شول .
خبرپاڼه وایي چې تېره ورځ د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې، له طالبانو سره د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته رامنځ ته شوه چې د هوایي ضربو په پایله کې شپږ( ۶) طالبان ووژل شول او پنځه (۵ ) تنه نور یې ټپیان شول.
په دې نښته کې دفاعي او امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو زیان ندی رسیدلی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه په هلمند ولایت کې دوسله والو طالبانو دماین څو کارخونې او یوه قرار ګاه له منځ یوړل شوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو رسنیو ته دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یو رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې تیره ورځ مازیګر د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ اړوند مامور حسن ګولایي سیمه کې پر افغان عملیاتي کاروان برید کړی چې درویشت (۲۳) سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې .
هڅه وشوه په دې اړه د تخار ولایت له امنیه قومندان سره اړیکه ټینګه کړو خو ټلیفون ته ځواب ونه ویلی شو.