هلمندکښې ناپېژندل شویو کسانو د راډیو کارکوونکی ووژۀ
هلمندکښې ناپېژندل شویو کسانو د راډیو کارکوونکی ووژۀ
د افغانستان په جنوبي ولایت «هلمند» کې د یوې سیمه ییزې راډیو همکار «صفر محمد اتل» د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.
د هلمند ولایت د والي ویاند «عمر ځواک» وايي، صفر محمد اتل د چړې په ګوزارونو وژل شوی او مړی یې د لښګرګاه ښار په صافیانو سیمه کې موندل شوی.
د نوموړي په قول، پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
بل لور ته د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره «نی» د دغه راډیو د مسئول مدیر «حیات الله ساحل» له قوله وايي، چې اتل له یادې شوې راډيو سره د تخنیکي برخې د همکار په حیث دنده مخته وړله؛ خو لا څرګنده نه ده، چې نوموړی له راډیو سره د کار له امله وژل شوی او که د قتل بل لامل موجود دی.
د ساحل په خبره، اتل تېر ماښام د مېلمستیا په بهانه له کوره ایستل شوی او تر هغه وروسته وژل شوی.
یاده دې وي، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی، چې یوازې تېر کال پکې له لسو زیات خبریالان وژل شوي.