د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پرضد نه کارول کیږی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل د هیڅ خارجی هیواد پرضد به د افغانستان له خاورې استفاده ونشی .
هغه پرون د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر سردار سلیمانی ټرور ته په غبرګون کښې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره له ټیلی فونی خبرو اترو وروسته زیاته کړه افغانستان په سیمه کښې د تاوتریخوالی د زیاتیدا په احتمال اندیښمن دی او له خپل ستر ګاونډی هیواد یعنی ایران سره ډیرې ژبنۍ ، دینی ، تاریخی او کلتوری مشترکات او ګډولې لری .
له دې مخکې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله هم په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قاسم سلیمانی د شهادت په هکله د ایران ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
د افغانستان د سولې د پخوانې لوړې شورا مشر محمد کریم خلیلی هم په عراق کښې د امریکا د ترهګرو ځواکونو لخوا د قاسم سلیمانی ټرور ته په غبرګون کښې وویل سلیمانی د اسلامی نړۍ یو(۱) ویاړ دی .