د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پرضد نه کارول کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87022-د_افغانستان_خاوره_د_هیڅ_هیواد_پرضد_نه_کارول_کیږی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل د هیڅ خارجی هیواد پرضد به د افغانستان له خاورې استفاده ونشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 10:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پرضد نه کارول کیږی

زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل د هیڅ خارجی هیواد پرضد به د افغانستان له خاورې استفاده ونشی .

هغه پرون د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک  د مشر سردار سلیمانی ټرور ته په غبرګون کښې د امریکا له  خارجه وزیر مایک پمپئو  سره له ټیلی فونی خبرو اترو وروسته زیاته کړه افغانستان په سیمه کښې د تاوتریخوالی د زیاتیدا په احتمال اندیښمن دی او له خپل ستر ګاونډی هیواد یعنی ایران سره ډیرې  ژبنۍ ، دینی ، تاریخی او کلتوری مشترکات او ګډولې لری .

له دې مخکې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله هم په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قاسم سلیمانی د شهادت په هکله د ایران ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .

د افغانستان د سولې د پخوانې لوړې شورا مشر محمد کریم خلیلی هم په عراق کښې د امریکا د ترهګرو ځواکونو لخوا د قاسم سلیمانی ټرور ته په غبرګون کښې وویل سلیمانی د اسلامی نړۍ یو(۱) ویاړ دی .