په افغانستان کښې هم د سردار سلیماني قدرونه وشوه
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل: ډګر جنرال شهید سردار قاسم سلیماني په سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف مبارزه کښې یوه پیژندل شوې څیره وه او امریکې د هغه په وژلو سره د مینځني ختیځ حالت لا ناامنه کړ.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه محمد سرور دانش پرون کابل کښې په یوه غونډه کښې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ټرورول د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي وبلله او ویې ویل: د بغداد په هوايي ډګر کښې د امریکې له دې جنایتکار اقدام وروسته د سیمې حالات لاکړکیچن شوي او شخړې په زیاتیدو دي.
د افغانستان دغه جګ پوړي چارواکي هم داشان ټینګار وکړ چې د اشرف غني حکومت به هیڅکله پرې نږدي چې د افغانستان خاوره د نیابتي جنګونو د میدان په توګه وکاروله شي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر هم وویل: د بغداد په هوايي ډګر کښې د امریکې په ترهګره حمله کښې د سردار قاسم سلیماني شهادت د سیمې د ولسونو د اندیښنې سبب شوی دی.
عطا محمد نور زیاته کړه: سردار سلیماني د افغانستان د جهاد او مقاومت په پړاؤنو کښې د دې هیواد ملاتړی و او د افغانستان خلک یې منندوي دي او هیڅ کله یې نه هیروي.