د ماین چاودنې له امله دوه تنه مړه او ژوبل شوې دي
Jan 11, 2020 08:55 Asia/Kabul
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د ماین چاودنه د یو امنیتي ځواک د وژل کیدو او د یو ماشوم د زخمي کیدو سبب شوه.
افغانستان غږ خبري آژانس لیکلي چې د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن وویل چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ بندر سیمه کښې د ماین د چاودنې له امله یو عسکر مړ شوی او یو کوچنۍ ماشوم هم زخمي شوی دی.
هم داشان د جوزجان ولایت امنیتي سرچینو د یوې بلې پیښې خبر ورکړی او وايي چې د دغه ولایت د امنیتي قومندانۍ سرپرست شاه آقا شتاب چې د جوزجان-قوش تپه لوې لارې د پوسټو د کتنې او څارنې په موخه دغې سیمې ته تلی و، د ستنیدو په وخت د طالب ډلې له حملې سره مخامخ شو.
ویل د ماین په دغه حمله کښې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
ټیګونه