خوست: د واده پر مراسمو برید کې دوه ویشت کسان ټپیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87533-خوست_د_واده_پر_مراسمو_برید_کې_دوه_ویشت_کسان_ټپیان_شوي
د خوست ولایت په عليشیرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو بریدونه شوي، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 13:53 Asia/Kabul
  • خوست: د واده پر مراسمو برید کې دوه ویشت کسان ټپیان شوي

د خوست ولایت په عليشیرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو بریدونه شوي، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي.

د راپورونو له مخې، پېښه تېره شپه نهه بجې شاوخوا د عليشیرو ولسوالۍ اړوند د «تریزیو» په وارث کلي کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه ویشت تنه ټپیان شوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی