د افغانستان په سویل کښې چاودنې شپږ تنه ووژل
Feb 09, 2020 04:06 Asia/Kabul
د هلمند د والي دفتر په دغه ولایت کښې د یوې موټر بم چاودنې له امله د شپږو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان په جنوب کښې د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وویل چې بیګا د دغه ولایت په نهرِ سراج ولسوالۍ کښې د افغانستان د پوځیانو په یوې اډې باندې د موټر بم چاودنه شوې ده.
خبر زیاتوي چې په یاده حمله کښې څلور افغان پولیس او دوه ملکي وګړي مړه شوي او دوه نور پولیس زخمي شوې دي.
د دغې ترهګرې چاودنې پړه تراسه چا نه ده منلې.
ټیګونه