د افغانستان ولسمشر د امریکا له چارواکو سره خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا له ځینو لوړ رتبه چارواکو سره کتنې او په خپل هیواد کښې د جنګ د ختمولو او د امنیتي مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني پرون د جرمني د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنګ کښې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو، د فاع وزیر مارک اسپیر او له طالبانو سره د سولې په خبرو کښې د واشنګټن له ځانګړي مرکچي زلمي خلیل زاد سره کتنې وکړې او په خپل هیواد کښې یې د جنګ په ختمیدا او د سولې د خبرواترو په بهیر ټینګار وکړ .
که څه هم صدیق صدیقي د امریکا له لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د خبرواترو چورلیز نه دی اعلان کړی خو ویل کیږي دغه کتنې له طالبانو سره د تش په نامه د سولې د موافقې د لاسلیک کولو لپاره د واشنګټن له هڅو سره په یووخت شوي دي .
له طالبانو سره د تش په نامه د سولې د موافقې د لاسلیک کولو لپاره د امریکا هڅې په داسې حال کښې دي چې امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان باندې له لښکر لیږد څخه تراوسه پورې ثابته کړي ده چې له طالبانو سره د مقابلې او دغه ډلې ته د ماتي ورکولو او په دغه هیواد کښې د جنګ د ختمولو او د اوربند د ټینګولو وس نلري .
د سیمې ډیرې سیاسي کارپيژاندي باوري دي چې په افغانستان کښې د امریکا پوځي ستراتیژۍ ماتي خوړلي ده او د سولې د ټینګیدا یوازنۍ لاره له دغه هیواد څخه د نیواکګرانو وتل دي .