د امریکا په هوايي حملو د اعتراضونو زیاتیدا :-
د افغانستان خلکو ، د پارلمان استازیو او شخصیتونو د امریکا په هوايي بریدونو کښې د ملکي وګړو د وژلې په زیاتیدا اعتراض کړی .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې (۱) بیانیې کښې د کابل په ختیځ کښې په ملکي وګړو د امریکا د عسکرو د تیرې جمعې په هوايي بریدونو نیوکې سره وویل ښه خبره دا ده چې امریکا د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژلو پرځاې د جنګ په ختمولو او د سولې په بهیر تمرکز وکړي .
کرزي مخکې هم د افغانستان په حکومتي مرکزونو او ملکي وګړو حملې د امریکا له عسکرو څخه د هیواد د خلکو د کرکې او د نفرت د زیاتیدا اصلي عامل ګڼلي وې .
د افغانستان د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کښې په دوو (۲) ګاډو د امریکا د عسکرو په تیرې جمعې برید کښې کابو لس (۱۰) ملکي وګړي وژل شوي و .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په سرخرود ولسوالۍ د امریکا د ځواکونو د برید په تائیدولو سره وویل په برید کښې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي .
د هرات ، د فراه ، دقندوز او د بادغیس په شمول د افغانستان په بیلابیلو سیمو باندې په تیر کال کښې د امریکا د جنګي الوتکو او بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې اوه سوه پنځوس (۷۵۰) ملکي وګړي وژل شوي او یا ژوبل شوي دي .
د افغانستان په هستوګنه سیمو د امریکا د عسکرو د حملو زیاتیدا د دغه هیواد دخلکو ، د سیاسي او مذهبي شخصیتونو او د پارلمان د استازیو غوسه راپارولي ده .
په همدې دلیل د افغانستان د پارلمان استازیو په تیرو څو ورځو کښې څو ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو د حملو په غندلو سره له خپل هیواد څخه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
په همدې ارتباط د افغانستان په پارلمان کښې د هرات ولایت د خلکو استازي محمد صادق قادري په ملکي وګړو د امریکا د حملو په هکله د افغانستان او د واشنګټن د حکومتونو په چپتیا او بې تفاوتۍ نیوکې سره وویل دغه موضوع د افغانستان د خلکو غوسه راپارولي ده .
د افغانستان په پارلمان کښې د قندوز ولایت د خلکو استازي میرمن فاطمه عزیز هم په شینډنډ ولسوالۍ کښې د امریکا د عسکرو هوايي حملې جنګي جنایت او د نه بښنې وړ کار وباله او د دغه جنایت عوامل باید سزا شي وویل که چیرې مخکې د دا ډول جنایت عاملان سزا کیدلای نو نن به د دغه جنایت د تکراریدا کتونکي نه وو .
د افغانستان په ملکي وګړو د امریکا د عسکرو په حملو اعتراض کښې تیره اونۍ د بلخ ، د قندوز او د زابل ولایتونو په شمول د هیواد ځینې ولایتونه د امریکا پرضد د خلکو د اعتراضونو کتونکي وو .
څه موده مخکې د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون په یوې (۱) بیانیې کښې د خارجي عسکرو په لاس د ملکي وګړو د وژلې په زیاتیدا او په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو په بیا بیا خلاف ورزۍ د اندیښنې په ښودلو سره د امریکا د عسکرو په هوايي بریدونو کښې د ملکي وګړو وژله جنګي جنایت وباله .
د افغانستان د بشري حقوقو د کمیسیون بیانیې په خارجي عسکرو غږ وکړ د ملکي وګړو وژله ژر تر ژره بنده کړي .
د خبري سرچینو د راپور پراساس په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شتون له وخت راهسې په تیرو نولسو (۱۹) کلونو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد کښې څه دپاسه اته څلویښت زره (۴۸۰۰۰) خلک وژل شوي دي .
د امریکا د پوځ څو ورځې مخکې راپور هم تائیدوي چې د واشنګټن عسکرو په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې په افغانستان کښې څه د پاسه دوه زره او دوه سوه (۲۲۰۰) بمونه او توغندي غورځولي دي چې له کبله یې ګڼ شمیر ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي .