له امریکې سره د موافقې باوجود
په افغانستان کښې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي
Mar 06, 2020 11:16 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت شورا په تیرو دریو ورځو کښې د دغه هیواد په پوځیانو باندې د طالب ډلې د حملو د زیاتیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت عالي شورا پرون وویل چې طالبانو په تیرو دریو ورځو کښې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د افغان پوځیانو خلاف شپږ اویا حملې کړې دي.
له طالب وسله والو سره د افغان پوځیانو په متقابلو نښتو کښې ۸۵ طالبان وژل شوې دي.
دغه بریدونه په داسې حالاتو کښې کیږي چې په دې وروستیو کښې په قطر کښې د طالبانو او امریکې ترمیځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې، دغې ډلې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کښې به د جنګ له دوام او د حکومتي ځواکونو په مرکزونو به له بریدونو لاس واخلي.
له بلې خوا امریکې هم څو ورځې مخکښې په هلمند ولایت کښې د طالبانو په سنګرونو حمله وکړه.
ټیګونه