افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو خونړی هیواد دی
د ماشومانو په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو مرګونې هیواد وباله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ویرجینیا ګامبا په هغه خبرپاڼه کښې چې نن د افغانستان د ډله ایزو رسنیو له خوا خپره شوه، وویل: افغانستان لاهم د ماشومانو لپاره ترټولو وژونکې هیواد دی.
د ماشومانو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګې استازې هم داشان د افغانانو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې د ماشومانو د حقوقو په تامینیدو ټینګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقوقو د کمیشن د رپورټ له مخې په ۲۰۱۹ کال کښې ۲ زره او ۷ سوه ماشومان په دغه هیواد کښې د جنګ او بمي چاودنو له امله مړه یا ژوبل شوې دي.
هم داشان د یونیسف د رپورټ په اساس، تیر کال په افغانستان کښې د چاودنو له امله په اوسط ډول هره ورځ ۹ ماشومان مړه یا معذوره شوې دي.