طالبان د روغتیا د نړیوالې ادارې ډاکټران غواړي
Mar 20, 2020 01:02 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان طالبانو د روغتیا په نړیوالې ادارې غږ وکړ چې خپل ډاکټران له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د دغه ډلې تر ولکې لاندې سیمو ته واستوي .
طالبانو پرون په دې خبرې سره چې زمونږ ځواکونه د روغتیا د نړیوالې ادارې د ډاکټرانو امنیت تامینوي وویل طالبان د هیواد د هغو ښاریزو لپاره چې په کورونا وایروس ککړ شوي دي د ماسکونو ، د ضدعفوني موادو او د دستنو په شمول روغتیا محصولاتو ته ضرورت لري .
له دې مخکې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کښې د کورونا وایروس د مخه د نیولو لپاره د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د ملګرتیا لپاره د دغه ډلې د چمتووالي په هکله ډاډ ورکړی وو .
د افغانستان کابو نیمايي خاوره د طالبانو په لاس کښې ده .
ټیګونه