تیر کال افغانستان کښې ۵۶۰۰ وګړي وژل شوي وو
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تیر هجري لمریز کال (۱۳۸۸) کښې په هیواد کښې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر پینځه زره شپږ سوه (۵۶۰۰) تنه اعلان کړ .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل اکثره ملکي وګړي په کابل کښې د طالبانو ډلې په حملو کښې وژل شوي دي .
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د ماموریت دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan ) هم په یوه (۱) راپور کښې وویل طالبانو ډله په یوازې ځان د یواویا (۷۱) فیصده بریدونه مسوله ده .
د ملګروملتونو د ماموریت د دفتر په بیانیې کښې ویل شوي دي په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې په افغانستان کښې د ترهګرو حملو او د نښتو له کبله کابو یولک(۱۰۰۰۰۰) ملکي وګړي وژل شوي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې د قطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو او د امریکا ترمینځ د تش په نامه د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا سره سره اوس هم په افغانستان کښې جګړه روانه ده .
طالبانو د روان کال د نوروز اختر په لومړۍ (۱) او دوهمه (۲) ورځ په کاپیسا او زابل ولایتونو کښې په پوځ او پولیسو باندې حملو سره کابو دیرش (۳۰) حکومتي پولیس او عسکر ووژل .