کورونا وبا افغانستان کښې د یو بل کس ژوند هم واخیست
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هرات ولایت کې په کورونا وبا د اخته شوي کس په مړينې سره په هېواد کښې د دغې بيمارۍ له کبله د مړو شمېر دريو اورسېد.
د افغانستان د هرات ولايت د صحت عامه مشر عبد الحکیم تمنا وایي دغه کس چې ۵۵ کاله عمر یې درلود، روغتون کښې د کرونا ویروس له کبله بستر ي ؤ چې وفات شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته ۸۴ کسانو له ډلې پنځه تنه روغتیایي کارکونکي دي چې د بيمارانو د درملنې په مهال ورته وائرس رسیدلي دي.
نړیوال طبي پوهان یادونه کوي چې کورونا وبا ډير کم داسې کس وژني چې نورې ناروغۍ ونه لري، د کورونا سربېره د شکرې يا شوګر، د زړۀ ناروغي، سرطان یا کېنسر او د وينې د لوړ دباو لرونکي بيماران له کرونا زیات زيانمن کیږي.
افغانستان کې تر دې مهاله د کرونا وایرسو ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او همدارنګ رپوټونه په بلخ ولایت کښې د ۹ شکمنو پېښو خبر هم ورکوي.
له پرونۍ پېښې سره په هېواد کښې د کرونا له کبله د مړینو شمېر ۳ کسانو ته پورته شو چې دوه په هرات او یو په بلخ کښې مړ شوے چې یوه پکښې میرمن هم ده.