په قندهار کښې هم یو لړ بندیزونه ولګیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88937-په_قندهار_کښې_هم_یو_لړ_بندیزونه_ولګیدل
په قندهار کښي پر عامه ځایونو محدودیتونه زیات شول، چي پکښي له قندهار- هرات او قندهار – کابل سره د لویو مسافر وړونکو موټرو په تګ راټک هم بندیز لګیدلی دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 08:17 Asia/Kabul
  • په قندهار کښې هم یو لړ بندیزونه ولګیدل

په قندهار کښي پر عامه ځایونو محدودیتونه زیات شول، چي پکښي له قندهار- هرات او قندهار – کابل سره د لویو مسافر وړونکو موټرو په تګ راټک هم بندیز لګیدلی دے.

د افغانستان د دغه ولایت والي ویلي، د کورونا د خپریدو د مخنیوي په هدف یې پرېکړه کړې؛ د شنبې له ورځې يعنې نن څخه یې پر ټولو هغو موټرونو بندیز لګولی، چي له ۴ کسانو ډېر مسافر ولري او دا بندیز به تر هغه وخته روان وي، چي د کورونا وایرسو د خپریدو مخه نیول شوې نه وي.

هغه همدا رنګ څرګنده کړه، چې په قندهار ښار کښي یې د ګڼي ګوڼي په مرکزونو هم بندیز لګولی؛ خو د خلقو پر ګرځیدو  لا بندیز ندے لګول شوے.