کرزي او سیاف عبدالله ته د مصالحې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی
د سرچینو په وینا که څه هم عبدا... دا وړاندیز رد کړی دی، خو حامد کرزي او استاد سیاف پر عبدا... فشار راوړی چې ژر تر ژره دې سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان یو شمېر سرچینې وايي، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف، د جوړجاړي د هڅو په ترڅ کې عبدا... عبدا... ته د مصالحې عالي شورا د مشرۍ وړاندیز کړی دی.
د سرچینو په وینا که څه هم عبدا... دا وړاندیز رد کړی دی، خو حامد کرزي او استاد سیاف پر عبدا... فشار راوړی چې ژر تر ژره دې سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر غني تر دې وړاندې ویلي وو چې عبدا... عبدا... ته د سولې په چارو کې د غوښنې ونډې ورکولو لپاره چمتو دی خو هیڅ له اساسي قانون سره په ټکر کې معاملې ته ورسره راضي نه دی.
بلخوا عبدا...ته نږدې سرچینې وایي، چې له ارګ سره یې ټول اختلافات هوار شوي خو لوی جنجال اوس په دې دی چې حکومت د لومړی وزارت یا هم عبدا... ته د اجرائیي صلاحیت په ورکولو راضي نه دی.