د افغانستان لپاره د داعش عمومي مشر ونیول شو
-
عبد الله اورکزی
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د دغه هیواد لپاره د داعش ترهګرې ډلې ټاکل شوی مشر عبد الله اورکزی سره د نولسو ملګرو ژوندی نیولی دی
د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په یولړ سختو او پیچلو عملیاتوکښې د افغانستان لپاره د داعش مشر عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي د هغه د نولس تنو وسله والو ملګرو سره یو ځای ونیوی شو.
خبرپاڼه کاږی چې په نیول شویو کسانو کی د دغې ډلې دوه نور مهم مشران قاري زاهدمشهورپه معاذ او سیف الله مشهور په ابوطلحه هم شامل دي. د ملي امنیت ادارې په خپله خبرپاڼه کښې ویلي چی د داعش ترهګرې ډلې دغه نیول شوي مشر په خپلو لومړنیو څرګندونو کی دسیمې له استخباراتو چی نوم یې نهدی اخیستل شوی له اړیکو پرده پورته کړه.
په اسلم فاروقي مشهور عبد الله اورکزی د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د اورکزی سیمې استوګن او اوسمهال د داعش خراسان د دریو نورو مشرانو له وژل کیدو وروسته د افغانستان لپاره د دغې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و.