بلخ کښې د ماین چاودنې پنځه ملکیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89149-بلخ_کښې_د_ماین_چاودنې_پنځه_ملکیان_ووژل
د افغانستان په بلخ ولایت کښې د ماین چاودیدو له امله پنځه تنه ملکي وګړي مړه شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • بلخ کښې د ماین چاودنې پنځه ملکیان ووژل

د افغانستان په بلخ ولایت کښې د ماین چاودیدو له امله پنځه تنه ملکي وګړي مړه شوې دي.

د آوا خبري آژانس په لیکنه د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وویل چې دغه چاودنه پرون د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کښې شوې ده.

د یادې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د ویلو ده چې هر کال لسګونه تنه افغان ملکيان د هیواد په مختلفو سیمو کښې د طالبانو له خوا د سړکونو په غاړو د ښخ شویو بمونو او ماینونو له امله مري.