افغان حکومت سل طالب بنديان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89192-افغان_حکومت_سل_طالب_بنديان_آزاد_کړل
د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر له بنده د طالب ډلې د سلو تنو بنديانو د ازادولو خبر ورکړ-
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 00:42 Asia/Kabul
  • افغان حکومت سل طالب بنديان آزاد کړل

د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر له بنده د طالب ډلې د سلو تنو بنديانو د ازادولو خبر ورکړ-

د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر پرون د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل: دغه سل تنه طالب بنديان د هغوي روغتيائي حالت، عمر او د سزا باقي پاتې مودې ته په پام سره په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د هلو ځلو د يوې برخې په توګه او د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره پرون آزاد کړې شول.

د دغې بيانيې له مخې دغه سل تنه آزاد کړې شوي طالبان د طالب ډلې د فني پلاوي په لېسټ کښې موجود وو چې د هغوي د ازادولو په اړه بحث او نظر تبادله شوې وه.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په خپله يوه بيانيه کښې وويل، د طالب ډلې دغه بنديان له آزادېدو مخکښې په بائيومېټرک مشين کښې ثبت شول او ژمنه يې وکړه چې نور به د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو په خلاف د جنګ مېدانونو ته نه ستنيږي.

دغه طالب بنديان په داسې حال کښې آزاد شول چې د طالبانو فني پلاوے پرون له کابله دوحې ته ستون شو او ويلې وو چې له حکومتي پلاوي سره يې خبرې اترې څه نتيجې ته ونه رسېدې.