په افغانستان کښې په تازه نښتو کښې ۲۷ تنه ووژل شول
Apr 09, 2020 01:32 Asia/Kabul
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان او طالب ځواکونو ترمېنځ د تازه نښتو په نتيجه کښې د دواړو خواو ۲۷ تنه ووژل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان په ختيځ کښې د دغه هېواد د فوځ قوماندانۍ پرون وويل، د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کښې له افغان ځواکونو سره د طالب ځواکونو په نښته کښې اتلس تنه طالبان ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې د لوګر د والي وياند هم د دغه ولايت په پل علم ښار کښې د طالب ځواکونو په حمله کښې د دريو افغان پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د جنوب د فوځ قوماندانۍ هم وويل، په قندهار ولايت کښې د دغه هېواد د فوځ په هوائي او زمکنيو حملو کښې شپږ طالبان ووژل شول.
ټیګونه