غزني کښې د کرونا له امله وړومنۍ وژله رامینځته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89210-غزني_کښې_د_کرونا_له_امله_وړومنۍ_وژله_رامینځته_شوه
په غزنی کې دکورونا ویروس یا کوید ۱۹ ناروغۍ یوه بله تازه مثبته پیښه هم ثبت شوه او په کورونا ویروس لومړنی کس مړ شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 11:19 Asia/Kabul
  • غزني کښې د کرونا له امله وړومنۍ وژله رامینځته شوه

په غزنی کې دکورونا ویروس یا کوید ۱۹ ناروغۍ یوه بله تازه مثبته پیښه هم ثبت شوه او په کورونا ویروس لومړنی کس مړ شو.

دغزنی ولایت دعامې روغتیا مشر ډاکتر ظاهر شاه نیکمل تهران راډیوته وویل چې یوه بله تازه پیښه هم په دې ولایت کې ثبت شوه.

ښاغلی نیکمل وایي چې دا کس دګیلان ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې ایران ته دسفر تاریخچه لري چې له دې سره په غزنی ولایت کې ټولې شپږو پیښو ته رسیږي بغیر له یوه نه چې هغه د بلخ ولایت اوسیدونکی دی چې یوازې غزنی ولایت کې معاینه شوی وو.

له بلې خوا نن په غزنی ولایت نن یو سپین ږیږی کس چې له کورونا ویروس لرونکو سره یې اړیکه درلوده وفات شو.

باید وویل شي چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول افغانستان کښې کورونا ویروس دککړو شمیر (۴۸۴) تنو ته ورسید چې (۱۰) په کابل (۱۴) په نیمروز(۷) په کندهار (۴) په پکتیا (۲) په بامیان(۲) په بلخ او یوه په لوګر کې ثبت شوې دي.