Apr 12, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • اشرف غني د عبد الله په پلوي سیاستوالانو کښې د تفرقې اچولو په هڅې تورن شو

د افغانستان د ثبات او همګرايۍ د انتخاباتي ټیم یو ویاند وویل: د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز انتخاباتي ټیم کوشش کوي چې د عبد الله عبد الله د پلوي سیاسي مشرانو ترمینځ تفرقه او اختلاف رامینځته کړي.

آوا خبري آژانس لیکلي چې امید میثم پرون رسنیو ته وویل، په دې وروستیو ورځو کښې د اشرف غني پلویانو کوشش کړی چې د هغو سیاسي او جهادي مشرانو ترمینځ اختلاف واچوي چې د عبد­الله عبدالله پلویان او مینه وال دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د دولت ساز انتخاباتي ټیم هلې ځلې تراوسه بې اغیزې پاتې دي او سیاسي او جهادي مشران لاهم د اشرف غني د سیال ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمینځ د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره د حامد کرزي او عبد الرب رسول سیاف په شان د افغانستان د ځینو سیاستوالانو د مینځګړیتوب هلوځلو تراوسه هیڅ ګټه نه ده کړې.

 

ټیګونه