په ننګرهارکی په زرګونو اړمنوکورنیو سره خوراکی مرستې کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89288-په_ننګرهارکی_په_زرګونو_اړمنوکورنیو_سره_خوراکی_مرستې_کیږي
د ننګرهار والي وویل په ولسوالیو کې له وړاندی له کابو دیرش زره کورنیو سره د بیلابیلو ادارو له لورې د خوراکي توکیو د ویش لړۍ پیل شوې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 13, 2020 08:10 Asia/Kabul

د ننګرهار والي وویل په ولسوالیو کې له وړاندی له کابو دیرش زره کورنیو سره د بیلابیلو ادارو له لورې د خوراکي توکیو د ویش لړۍ پیل شوې ده.

 زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د  ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د افغانستان د جمهور ریس د لارښوونې په فرمان سره به ،د کرونا ویروس پر وړاندی د مبارزی پر مهال د قرنطین په دوران کي له اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته تر سره کیږي .

هغه  ویلي،د یوې سروې له مخې ئې د جلال اباد ښار په نهو واړو ناحیو کې د مدني ټولنو او ځوانانو رضاکارو په مرسته د اوه زره اړمنې کورنۍ  معلومې کړي چې له درې زره کورنیو سره به د کورنا فنډ صندوق له لارې چې د ولایتی ادارې په نوښت جوړ او سوداګرو او نورو شتمنو ورسره مرستې کړي د خوراکي توکیو مرسته وشي او د نورو څلور  زره کورنیو سره به له حکومتي بودجې ورسره مرسته و شی .د ننګرهار والي وویل په ولسوالیو کې له وړاندی له کابو  دیرش زره کورنیو سره د بیلابیلو ادارو له لورې د خوراکي توکیو د ویش  لړۍ پیل شوې ده.

Image Caption