افغانستان له کورونا سره د مقابلې لپاره مرسته وغوښتله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89325-افغانستان_له_کورونا_سره_د_مقابلې_لپاره_مرسته_وغوښتله
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د نړۍ په هیوادونو او نړیوالو ټولنو غږ وکړ د کورونا وایروس له خپریدا سره د مبارزې لپاره له دغه هیواد سره مرسته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2020 00:14 Asia/Kabul
  • افغانستان له کورونا سره د مقابلې لپاره مرسته وغوښتله

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د نړۍ په هیوادونو او نړیوالو ټولنو غږ وکړ د کورونا وایروس له خپریدا سره د مبارزې لپاره له دغه هیواد سره مرسته وکړي .

هغه پرون په افغانستان کښې  د بهرنیو هیوادونو له سفیرانو وغوښتل چې د کورونا وایروس د تشخیص د کیټونو ، د دستنو او د ماسکونو په شمول د روغتیايي مرستو د کولو په زمینه کښې د کورونا وایروس د کنټرولولو په لړ کښې  هراړخیزه هڅه وکړي .

په عین حال کښې د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون په کابل کښې خبري کانفرنس کښې وویل د نورو نهه څلویښت(۴۹) کسانو د ازموینې په مثبت ثابیتیدا سره په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوه سوه څوارلس (۷۱۴) تنو ته رسیدلی دی .

د افغانستان حکومت د هیواد په سترو ښارونو کښې قرنطینه تر نورو څوارلسو (۱۴) ورځو پورې تمدید کړه او کابل ته د نورو ولایتونو د خلکو تګ راتګ یې هم په کامل ډول بند کړی دی .

تراوسه په ټوله دنیا کښې په کورونا وایروس یو میلیون او نهه لکه  او څلوردیرش زره او یوسل اتویشت کسان ککړ شوي چې یولک شل زره او څلور سوه اوه دیرش کسان  مړه شوي او پینځه څلویښت زره او پینځه سوه نهه نوي کسان ښه شوي هم دي .

د دغه راپور پراساس په امریکا کښې  په کورونا وایروس پینځه لکه اوه اتیا زره او یوسل درې کسان ککړ او درویشت زره او شپږ سوه څلورڅلویښت ترې وژل شوي او امریکا د کورونا ناروغۍ په وجه  په دنیا کښې په لومړي لمبر کښې ورغلی ده .

اسپانیا ، ایټالیا ، جرمني او فرانسې په ورپسې هیوادونو کښې شامل دي .