په غزني کښې د کورونا ویروس مثبتې پیښې لسو ته ورسیدې
Apr 15, 2020 11:30 Asia/Kabul
د غزني ولایت دعامې روغتیا د ریاست چارواکي وایي چې په دې ولایت کې په تیرو دریو ورځو کې د کورونا ویروس څلور مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
اکثرو مشهورو خبري سایټونو نن په تازه خبرونو کې دغزني درې نوې تازه پیښې لیکلي خو دغزني دعامې روغتیا ریاست مشر ډاکټر ظاهر شاه نیکمل تهران راډیوته په مرکې کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو سره داړیکې نه وروسته دا معلومه شوه چې دا درې تازه پیښې دغزني نه بلکې دکوم بل ولایت دي چې په غلطۍ سره دغزني په نامه ثبت شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کرونا ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
باید وویل شي چې له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسید.
ټیګونه