د کورونا وائرسو په خپرېدو د افغانستان د روغتيا د وزارت اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89355-د_کورونا_وائرسو_په_خپرېدو_د_افغانستان_د_روغتيا_د_وزارت_اندېښنه
د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارے ورکړ که خلق طبي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه وائرس به يې کورونو ته اورسيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2020 01:15 Asia/Kabul
  • د کورونا وائرسو په خپرېدو د افغانستان د روغتيا د وزارت اندېښنه

د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارے ورکړ که خلق طبي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه وائرس به يې کورونو ته اورسيږي.

د افغانستان د طلوع خبري چېنل د رپوټ له مخې فيرالدين فيروز پرون د دغه هېواد په پارلېمان کښې د دغې ادارې د ځينو استازيو د پوښتنې په ځواب کښې وويل، معالجاتي مراکزو ته د کورونا وائرسو د ځينو مشکوکو بيمارانو د نه مراجعه کولو په وجه زياتره کورنۍ ځانونه په دغو وائرسو اخته کوي.

هغه له خلقو وغوښتل چې په خپلو کورونو کښې دې کښيني او د روغتيا د وزارت په سپارښتنو دې عمل وکړي چې د دغې وبا له شر نه نجات ومومي.

همدارنګ د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر استازيو له کورونا وائرسو سره د مبارزې لپاره د دغه هېواد د حکومت په تېره بيا د روغتيا د وزارت د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کښې تراوسه لږ تر لږه ۷۸۴ تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي چې زياتره يې په هرات او کابل ولايتونو کښې دي. همدارنګ تر پرونه پورې شپږويشت تنه هم د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.