په افغانستان کې د ایران سفارت کنسولي خدمات بیرته پیل کړي
په افغانستان کې د ایران سفارت په یوې اعلامیې کې دې ته په اشارې سره چې د مځکې له لارې د ویزو صادرول یوازې د بار وړونکو ګاډو دډرائيورانو لپاره دي ، خو د تاجرانو او پانګوالو لپاره هوائي ویزې صادریږي ، ټينګار کړی ،د هرډول ویزو صادریدا د کرونا ټسټ له ترسره کولو او په افغانستان کې د اسلامی ایران د نمایندګیو دتائید وړ د درملنې د مرکزونو له خوا د سلامتیا دباؤري ګواهۍ د درلودلو سره مشروط دي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ په افغانستان کې داسلامي ایران سفارت ایران ته دسفر لپاره د ډرائيورانو ،صنعت کارانو ،تاجرانو او پانګوالو پشمول د ګاونډیو هیوادونو د ځینوخاصوکارکسب کونکو ښاریزو لپاره د ویزو او ټرانزیټ ویزو ورکول بیرته پیل کړي دي .
په افغانستان کې د ایران سفارت په یوې اعلامیې کې دې ته په اشارې سره چې د مځکې له لارې د ویزو صادرول یوازې د بار وړونکو ګاډو دډرائيورانو لپاره دي ، خو د تاجرانو او پانګوالو لپاره هوائي ویزې صادریږي ، ټينګار کړی ،د هرډول ویزو صادریدا د کرونا ټسټ له ترسره کولو او په افغانستان کې د اسلامی ایران د نمایندګیو دتائید وړ د درملنې د مرکزونو له خوا د سلامتیا دباؤري ګواهۍ د درلودلو سره مشروطه ده .
په افغانستان کې دایران سفارت دفرورۍ په ۲۴نیټه د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخې سره افغان ښاریزو لپاره د کنسولي خدماتو وړاندې کول درولي وو.