ننګرهار کښې د ماین چاودنې اته تنه زخمي کړل
Apr 23, 2020 00:12 Asia/Kabul
-
ننګرهار کښې د ماین چاودنې اته تنه زخمي کړل file photo
اته تنه ملکي وګړي په ننګرهار ولایت کښې د سړک غاړې ماین په چاودنه کی ژوبل شول.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمدهارون یوسفزی وایي: د طالبانو له لو رې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کښې دسړک په غاړه د ښخ کړې شوي ماین د چاودنې له امله په یو موټر کښې سپاره اته ملکي وګړي ژوبل شول.
نوموړي د ژوبلو کسانو دروغتیایي وضیعت او داچې ښځی او ماشومان پکی شامل دي که نه، څه ونه ویل. وسله والو طالبانو هم د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
دا چاودنه وروسته له هغې کیږي چی وړمه ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلې و،و طالبانو په تیرو دوه اونیو کښې تر پنځوسو زیات ملکي وګړي وژلې دي.
ټیګونه