د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې په کار پیل وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89527-د_افغانستان_لپاره_د_ملګرو_ملتونو_نوې_استازې_په_کار_پیل_وکړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې ډیبره لاینز د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غويي ۴) رسماً خپل کار پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 09:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې په کار پیل وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشرې ډیبره لاینز د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غويي ۴) رسماً خپل کار پیل کړ.

د افغان غږ خبري آژانس(آوا) له ویبپاڼې څخه په نقل، لاینز د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د پخواني مشر تدامیچي یاماموتو پر ځای وټاکل شوه.

د یوناما نوې مشرې په خپل ټوټیر کې د سولې، بشري حقونو، هوساینې او له افغانانو سره د همکاریو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي: "زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه کار پیلوم. زه له افغانانو سره د خپلو همکاریو د پیاوړتیا او د سولې، بشري حقونو او د ټولو لپاره د هوساینې په موخه د کار کولو ملاتړ ته سترګې په لاره یم".

ډیبره لاینز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.

میرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.

افغان حکومت د یوناما د نوې مشرې په توګه په افغانستان کې د میرمن لاینز د کار د پیل تود هرکلی کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي: "دا ډېره ښه ده چې تاسې بیا په کابل کې له ځان سره لرو".

ډیبوره لاینز په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه کار پیل کړی دی چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې روانې دي.