افغان حکومت یو شمېر نور طالب بندیان آزاد کړل
افغان حکومت له خپلو زندانونو څخه پنځمه جوپه طالب بندیان آزاد کړل. د افغانستان د ملي امنیت شوار دفتر وايي، ۵۸ نور طالب بندیان یې آزد کړي، چې له دې سره د افغان حکومت لخوا د آزاد شویو طالبانو شمېر ۵۵۰ ته ورسېد.
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل پرون پر خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، چې تېره ورځ ۵۸ نور طالب بندیان د افغان حکومت له بنده آزاد شول، چې په ټول کې د آزاد شویو طالبانو شمېر ۵۵۰ ته ورسېد.
فیصل ویلي، چې سولې ته د رسېدو په هدف او له کورونا وایرسو سره د مبارزې لپاره به ۹۵۰ نور طالب بندیان د ولسمشر غني د فرمان په اساس خوشې کړل شي.
د افغان ولسمشر غني د فرمان په اساس ټاکل شوې ۱۵۰۰ طالب بندیان له بین الافغاني خبرو اترو مخکې آزاد کړل شي.
د يادونې ده چې طالبانو له خپل اړخه تر اوسه ۶۰ حکومت پلوه کسان خوشې کړي، چې افغان حکومت بیا دغه کسان زياترعامه وګړي یاد کړي دي.
افغان حکومت د طالبانو له لوري د ۶۰ آزاد شویو کسانو له ډلې یوازې ۱۹ یې امنیتي ځواکونه یاد کړي، او پاتې نور يې ټول عامه وګړي ښودلي دي. همداسې طالبانو هم د افغان حکومت لخوا د آزاد شویو طالبانو په اړه نیوکې کړي، او ویلي يې دي چې یاد بندیان د دوی د نوملړ له مخې نه دي خوشې شوي، خو افغان حکومت یې دا ادعا رد کړې ده.