د افغانستان په ختیځي ولایتونوکې دکروناویروس له امله د مړوشمیرپه زیاتیدودی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89581-د_افغانستان_په_ختیځي_ولایتونوکې_دکروناویروس_له_امله_د_مړوشمیرپه_زیاتیدودی
د ننګرهار د عامی روغتیاریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2020 10:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځي ولایتونوکې دکروناویروس له امله د مړوشمیرپه زیاتیدودی

د ننګرهار د عامی روغتیاریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د کونړ ولایت د عامی روغتیا د پخوانی مشر  ډاکتر اسدا...فضلی په مړینې سره دکرونا ویرسو له مله د مړو شمیره زیاته شوه .

د کونړ دوالی  ویاند عبدالغنی مصمم وایی ډاکتر فضلی چی اوسمهال یی په دی ولایت کی د ګوزڼ  واکیسنو د پروګرام دهمغږۍجاری پر مخ بیولی ،له تیری یوی اونۍ راهیسی پر کرونا ناروغۍ اخته او دعامی روغتیا په روغتون کي بستري ؤ چې نن سهار د همدغې ناروغۍ له امله په روغتون کی ومړ .ویل کیږی دډاکټر فضلي د

کورني څو غړي هم پر دی ناروغۍ اخته شوي دي . د ننګرهار د عامی روغتیا

ریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید.  بلې خوا په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس د مثبتو پیښود ډیریدو اندیښنه هم مخ په زیاتیدو ده  دا مهال تر شپیتو زیاتې مثبت پیښی ثبت شوي خو چارواکی وایی د قرنطین لپاره د وضع شویو شرایطو ته د ښاریانو نه پاملرنه دا اندیښنې نوره هم زیاتوي .