طالبانو د افغان حکومت څلوېښت تنه بنديان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89712-طالبانو_د_افغان_حکومت_څلوېښت_تنه_بنديان_آزاد_کړل
په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند د دغې ډلې لخوا د افغان حکومت د څلوېښتو نورو بنديانو د آزادېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغان حکومت څلوېښت تنه بنديان آزاد کړل

په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند د دغې ډلې لخوا د افغان حکومت د څلوېښتو نورو بنديانو د آزادېدو خبر ورکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سهيل شاهين وويل، د افغان حکومت بنديان د افغانستان په قندوز ولايت کښې نن ماسپښين آزاد شول.

د طالب ډلې دغه لوړرتبه غړي زياته کړه، په افغانستان کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه طالبان کوشش کوي د بنديانو د آزادېدو چلند چټکتيا ومومي.

طالبانو تراوسه د يو شمېر افغان فوځيانو په شمول له سلو زيات بنديان له زندانانوآزاد کړي او افغان حکومت هم له پينځو سوو نه زيات طالبانو آزاد کړي دي.

د قطر د موافقه ليک له مخې ټاکل شوې ده د افغان حکومت د زرو بنديانو په بدله کښې د طالبانو پينځه زره بنديان د دواړو خواو له بندونو آزاد شي.