افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۳۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89713-افغانستان_کې_د_کرونا_ویروس_۲۳۲_تازه_مثبتې_پېښې_ثبت_شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 12:01 Asia/Kabul
  • افغانستان  کې د کرونا ویروس ۲۳۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا وړومبی ځل دے چې څلریشت ساعتونو کې په دومره اندازه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نند یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس یو شمېر تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېرې يې په کندهار ولایت کې دي.

له دې سره هېواد په کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ۲،۱۷۱ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې ټول افغانسان کې ۶۴ کسانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ۲۶۰ بیا بېرته رغېدلي دي.