د ایران استازي له طالب مشرانو سره خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89895-د_ایران_استازي_له_طالب_مشرانو_سره_خبرې_اترې_وکړې
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د افغانستان د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 01:15 Asia/Kabul
  • د ایران استازي له طالب مشرانو سره خبرې اترې وکړې

د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د افغانستان د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

محمد ابراهیم طاهریان پرون په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره په ټیلیفوني تماس کښې د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکي بهیر او هم داشان په افغانستان کښې د کرونا وایرس د پراخ خپراوي د مخنیوي په لړ کښې د هراړخیزو هلوځلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

دغه ټیلیفوني خبرې اترې په داسې حال کښې وشوې چې نن سبا د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د افغانستان د ګاونډي هیوادونو یوه ستره اندیښنه په دغه هیواد په تیره بیا د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې د کرونا وایرس د خپریدو موضوع ده.

په افغانستان کښې د پراخو اقتصادي ستونزو او د مهمو خوراکي موادو او سرچینو له کمي رسه هممهاله د کرونا خپریدل په دغه هیواد کښې د نویو او جدي زیانونو یوه څپه راپورته کولې شي.